Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور په قضیه کې غلی دی

admin by admin
2021/07/31

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، د پاکستان له لوري جرم کول او په خپله څېړل یې مطلوبه پایله نه لري او افغان حکومت باید دا مسله جدي ونیسي.

دوی وايي، د دیارلس ورځو په تېرېدو تر اوسه په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علي ‌خېل د اختطاف او شکنجې قضیه کې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.

که څه هم ولسمسشر غني له پېښې دوه ورځې وروسته بهرنیو چارو وزارت ته هدایت ورکړ چې له اسلام‌اباد نه خپل سفیر او دیپلومان کابل ته را وغواړي، خو تر اوسه د بهرنیو چارو وزارت له لوري بل کوم اقدام نه ده شوی او دغه وزارت خبرو ته تیار نه ده.

د یادې قضیې د هراړخېزو څېړنو لپاره له کابله اسلام‌اباد ته یو پلاوی هم تللی،خو د سیاسي چارو شنونکي وايي، زیات باور نه ‌شته چې تللی پلاوی دې له لاسته راوړنو ډک راستون شي.

د سیاسي چارو شنونکی صلاح الدین سعیدي وايي: «زه خوشحاله یم افغان حکومت داسې جدي اظهارات وکړل، جدي موقفونه یې ونیول، په دې کې تداوم په کار دی او د پاکستاني استبلیشمینټ ماهیت افشاء کول په کار دي، هیت تللی، خو زه پر دې کلک بارو لرم چې هم جرم کول او هم یې څېړل د دوی په لاس به دا مطلوبه پایله ونه لري.»

د افغان سفیر لور سلسله علي‌خېل د روانې جولای میاشتې په اوولسمه نېټه هغه مهال د ناپېژانده کسانو لخوا وتښتول شوه چې کور ته پر لاره وه. 

 دې قضیې په کور دننه او بهر د افغانانو سخت غبرګونونه راوپارول چې آن کابل کې د پاکستان سفارت دروازه هم د څو ساعتونو لپاره د اعتراض کوونکو له خوا وتړل شوه. 

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، د کابل له اړخه مناسب اقدام شوی،خو اوس چې افغانستان په جګړه کې ښکیل دی، ښایي تر دې اخوا اقدامات نور هم د دوو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی  شيرحسن حسن  وايي:« افغان حکومت هم مناسب اقدام کړی دی،له پاکستان څخه یې خپل سفیر راغوښتی دی او دغه قضیه یې په کافي اندازه جدي نیولې. ولې په ډیبلوماټکو مناسباتو کې تر دې زیات نور پرمختګ،چې هغه د نورو  اختلافاتو لامل شي  داسې څه نه ښایي او افغان حکومت هم په داسې حالت کې نه ده، د جګړې سره مخ ده.»

د پاکستان لومړي وزیر عمران له پيښې سره سم د خپل هېواد د کورنیو چارو وزارت او د اسلام اباد پولیسو ته ۴۸ ساعتونه وخت ورکړی وو، چې اختطافچیان ونیسي او سزا ورکړي، خو داسې ښکاري چې اسلام ‌اباد هم د کابل په څېر د یادې قضیې څېړلو او سپیناوي ته ارزښت نه دی ورکړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist