د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د څار ادارې یا سیګار ويلي،د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له لوري د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کم رنګه شوې ده.
د سیګار په باور له ۷ سترو ګواښونو نشه يي توکي یې شپږم ستر ګواښ دی،چې د افغانستان ثبات یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د سیګار په راپور کې راغلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې برخه کې خپلې ځینې برنامې محدودې کړي او ځینې نورې یې ان په بشپړ ډول درولي دي.