سرچینه وايي، د کندهار هوايي ډګر د فضا خوندیتوب چارې امریکایي ځواکونو پر غاړه اخیستي او په دغه ولایت کې یې پر طالبانو بریدونه پیل کړي دي.
سرچېنې زیاتوي،امریکایان به د یوې اوونۍ لپاره له بګرام د کندهار امنیتي وضعیت کنټرول کوي.
د سرچینې په خبره، امریکایي ځواکونه به په کندهار ښار کې د طالبانو د مخکې تګ په صورت کې له بي ۵۲ ډوله الوتکو پر طالبانو د پرلپسې بریدونو لپاره کار واخلي.
له تیرو دوو اوونیو راهیسې امریکایي الوتکو د کندهار ښار تر څنګ په سپین بولدک او شاولیکوټ ولسوالیو کې څلور ځله پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.
اخوا طالبانو د دغو بریدونو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي،چې که امریکایي ځواکونه په کندهار او د هېواد په نورو سیمو کې پر دوی بریدونه وکړي، له غبرګون سره به مخ شي.