دوى پر طالبانو او امريکا نیوکه وکړه،چې دوحه کې یې هوکړه کړې وه،چې په ګڼ ميشتو سيمو کې به جګړه نه کوي،خو دا مهال جګړه د ښار په منځ کې روانه ده او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د لاریون یو تن ګډونوال سمیع الله وايي:« ولس باید د ژوند کولو حق ولري. حکومت او طالب باید دا حق ورکړي،چې ارامه واوسي،ترڅو له خپلو کورونو او سېمو بې ځایه نه شي. هغه سرپناه یې،چې په ډېرو خواریو او سختیو پیدا کړې،ورنه وانخلي.»
دغه لاريونوال وايي هره ورځ په کندهار ښار کي لسګونه کسان د دې جګړې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي،چي نور يې زغم له لاسه ورکړی دى.
د لاریون ګډونوال عثمان برکت وايي:« مرکزي حکومت باید د کندهار له ولسونو سره پر صادق ودرېږي. دویمه ماده، پر مرکزي حکومت غږ کوو،چې د خلکو عزت خیال وساتي، کندهار ته پاملرنه وکړي او د کندهار په اړه نور له تېر اېستونکو نمایشي خبرو لاس واخلي. درېیمه ماده، جګړه د حل لاره نه ده. وسله وال طالبان باید د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار وانخلي او حکومت باید له ړندو بمباریو لاس واخلي. څلورمه ماده، ترڅو چې د دوحې له ادرسمه د بین الافغاني مذاکراتو پایله اعلان کېږي،په کندهار کې د جګړې غاړې باید په سیمه ییزه کچه اوربند ته غاړه کېږدي.»
د يو شمير ولسواليو تر ځنګ دا مهال جګړه د کندهار ښار په درېيمه،پنځمه،شپږمه،اوومه ،اتمه،نهمه، ديارلسمه او پنځلسمه حوزه کې روانه ده،چې د شمېرو له مخې،تر اوسه په کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ څه باندي ٣٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر ٣٠ زره زياتي کورنۍ بې ځايه شوي دي.