د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، پرون شپه طالبانو د ګذرې اړوند د مالان پله سره پر امنیتي پوستو برید کړی دی.
فراهاد وايې، د تېري شپې جګړه کې تر اوسه پورې ۲۵ وسله والو طالبان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې فرهاد وايي، طالبانو پر کرخ ولسوالۍ باندي هم برید کړی،چې د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې د کرخ ولسوالۍ کې هم اووه طالبان وژل شوي دي.
فرهاد خپل لوري ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
ترانجیل وروسته ګذره هرات ښارته ترټولو نژدي ولسوالي ده،چې ځیني سیمو کې يې د طالبانو د حضور راپورونه ورکول شوي.
طالبانو هم تر اوسه پورې په دې اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.