په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان او د سې.آی .اې پخواني مشر جنرال ډیویډ پټروس د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه ښوولې ده.
پټروس د منځني ختیځ انسټیټیوت یوې غونډه کې د وینا پر مهال د افغانستان کې د اوسني وضعیت یو لامل د بهرنیو ځواکونو وتل او بل د پاکستان خاوره کې د ترهګرو ډلو حضور یاد کړ.
د سي. آی. اې دغه پخواني مشر ویلي، په اوسني شکل د امریکايي ځواکونه بشپړ وتل به افغانستان کې د کورنۍ جګړې لامل شي او د افغانستان له راتلونکې یې وېره ښودلې ده.
هغه ویلي، که کورنۍ جګړه پیل شي،میلیونونه افغانان به کډوال او هغوی چې له امریکا سره یې تیرو کلونو کې همکاري کړې، له سختو ستونزو سره به مخامخ شي.