Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسي جرګه: د طالبانو جګړه هېڅ ډول توجیه نه لري او دوام یې د ګاونډیو پر ګټه دی

admin by admin
2021/07/28

د افغانستان  ملي شورا  یو شمېر غړي وايي، د طالبانو جګړې اصلي داعیه د امریکا د اشغال پر وړاندې جهاد و او اوس ،چې ۹۵ سلنه امریکايي ځواکونه وتلي، له دې وروسته دا جګړه هېڅ ډول توجیه نه لري او دوام یې د ګاونډیو پر ګټه دی.

دوي وايي،اوسنی جګړه واک ته د رسېدو لپاره  ده،چې پایله یې د بې  ګناه افغانانو وژنه او د هېواد ملي بنسټونو تخریب دی.

 د ولسي جرګې غړی خالد اسد وايي:«د طالبانو د جګړې اصلي داعیه دا وه،چې امریکا راغلې، افغانستان یې اشغال کړی دی. موږ یې پر وړاندې جهاد کوو، اوس چې امریکا او د ناټو په  چوکاټ کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي او لاهم جګړه روانه ده، دا جنګ د واک پر سر جنګ دی او غواړي،چې د جګړې له لارې راتلونکی نظام ونیسي،خو پایله یې افغانه وژنه او د هېواد ورانول دي.»

د ملي شورا غړي په دې باوردي،چې د امریکايي ځواکونو له وتلو ورسته د جګړې شدت او دوام د ګاونډیو پر ګټه دی او دغه هېوادونه نه غواړي،چې افغانستان یو قوي او باثباته نظام ولري.

د ولسي جرګې غړی ګل رحمان همدرد وايي:« اوسنۍ جګړه د دوه موخو پر اساس روانه ده، لومړی د واک پر سر او ځینې ګاونډي هېوادونه،چې نه غواړي افغانستان ارام وي او باثباته نظام ولري او اوس،چې بهرنیان وتلي،نو جګړه د څه لپاره. هېله دا وه،چې د بهرنیو په وتلو سره به جګړه پایته ورسیږي او د افغان لوریو ترمنځ  به جدي مذاکرات پیل شي،چې پایله یې سوله اوثبات وي.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا پر دې اند  دي،چې روانه جګړه د افغانانو ترمنځ ده او د ټولو ملي او نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف غیر شرعي جګړه ده،چې د افغانانو تاریخي ویاړونه یې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« ننۍ جګړه د ټولو ملي او بین المللي قوانینو خلاف غیر شرعي جګړه ده،چې د افغانانو اسلامي ارزښتونه او تاریخي ویاړونه یې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.»

د ولسي جرګې ځینې غړي بیا وايي، داچې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور صفر ته نږدې شوی او لاهم جګړې شدت پیدا کړی،له دې سره وسله وال مخالیفین هڅه کوي،چې د سولې په خبرو اترو کې لوړ موقف ولري او واک ته د رسیدو لپاره زیات امتیاز ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې غړې شګوفه نورزۍ وايي:« طالبان غواړي،چې د جګړې شدت زیات کړي او موخه یې هم د مذاکراتو پرمیز واک ته د رسیدو لپاره برلاسي وي.»

په افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ د ناټو په چوکاټ کې له یو سلو لس زرو زیاتو بهرنیو ځواکونو حضور درلود،چې له شل کاله جګړې وروسته بالاخره له طالبانو سره د یوې موافقې له مخې پر وتلو یې پیل وکړ،چې اوس یې یوازې پنځه سلنه پاتي اوهغه به هم  په راتلونکې یوه میاشت کې له افغانستانه ووځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist