د افغانستان بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، د ښکېلو اړخونو له ژمنو سره تمه دا وه،چې ملکي مرګ ژوبله کې به خورا کموالی راځي،خو اوس تر بل هر وخت د ملکي وګړو ژوند سخت شوی دی.
لعل وايي، د جګړو ښکېلو لورو سره له دې چې د ملګي وګړو د ژوند خوندیتوب برخه کې یې کړې ژمنې نه دي عملي کړي، د تمي خلاف یې جګړه ییز اصول هم ترپښو لاندې کړي دي.
لعل زیاته کړه:« په خواشینۍ سره،چې هرڅومره د جنګ ښکېلو اړخونو له ولس او نړیوالو سره ژمنې کړې وې،چې د بین الافغاني مذاکراتو او له بهرنیانو سره له هوکړې وروسته به په هېواد کې د تاوترېخوالي کچه کمه وي. خو موږ ګورو،چې د تاویخوالي او جګړو کچه ورځ تربلې په پراخېدو ده. دا د دې لامل شوي،چې ملکیانو ته د سر او مال زیانونه اړوي.»
د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې شوې او په شپږو میاشتو کې د ۵۲۰۰ ملګي وکړو د مرګ ژوبلې ارقام په کې درج شوي،چې د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
د بشر حقونو سازمان وايي د جګړې ښکېل اړخونه د تاریخ له ملامتۍ ځان نشي خلاصولی، د روان وضعیت د کابو کېدو لپاره باید ژر تر ژره اوربند مراعت کړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکر الله مشکور وايي:« سره له دې،چې د جنګ له ښکیلو خواوو د جنګ قوانیونو او د بشرپاله اصولو د جدي رعایت غوښتنه کوو. یو ځل بیا پر دواړو غاړو غږ کوو،چې د افغانستان موضوع د جنګ له لارې نه حل کېږي. د تاریخ له ملامتیو ځانونه وژغورئ. عاجل اوربند ته غاړه کېږدئ او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړئ.»
له مرګ ژوبلې سربېره په تېرو دولس میاشتو کې د جګړو له امله ۵۱ زره کورنۍ له خپلو مېنو وتلې دي،چې ۸۰ سلنه یې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
تېرې دوه میاشتې د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ او سختې میاشتې ښودل کېږي.
د ولسي جرګې غړی هلمند هلمند وايي:« ملکي وګړي،د جګړې ښکار کېږي. سره له دې، چې موږ ملکي تلفات ډېر لرو، اوس مهال د دوی لپاره اقتصادي زیانونه ډېر دي. دوی له کور او کلي بې ځایه کېږي، حال دا چې د افغانانو ډېری تر فقر لاندې ژوند کوي. »
د ملګرو ملتونو په خپاره شوي راپور کې ټول لوري د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله تورن شوي خو یو لوری هم د ملکي وکړو د مرک ژوبلې پړه په غاړه نه اخلي او هر لوري په خپلو عملیاتو کې د ملکي وکړو د ژوند خوندیتوب لپاره دلایل وړاندې کوي.