Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

غني: افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ نه، بلکې د افغانانو او ترهګرو تر منځ ده

admin by admin
2021/07/28

افغان ولسمشر محمد اشرف  غني نن په ارګ کې د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ په ځانګړې ناسته کې د وینا پر مهال وویل،  په افغانستان کې روانه جګړ کورنۍ نه بلکې د افغانانو او ترهګرو ترمنځ جګړه روانه ده او نړیوال باید د افغان حکومت تر څنګ ودرېږي.

ولسمشر غني زیاته کړه: «دا جګړه کورنۍ نه ده. هېله ده،دا درک کړئ، نن هم د ډول ترمنځ جګړه ده او دا تروریستي جګړه ده. که موږ د روانې جګړې دا بعد هېر کړو او دې جګړې ته د افغانانو جګړه ووایو، حقیقت به دا وي، چې موږ په اصل کې لوی تصویر نه وینو.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز بیا طالبان د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د ملکي تلفاتو اصلي لامل وبلل.

لاینز غوښتنه وکړه،چې اوسنی وضیعت د منلو نه دی او طالبان دې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم او مذاکرات دې چټک کړي.

هغې زیاته کړه: «طالبان له هر لوري زیات د ملکي تلفاتو مسوول دي. روانه  جګړه کې د ملکي تلفاتو نیمايي برخه ښځې او ما شومان دي او که چیرې تاوتریخوالی کم نه شي، د مرګ ژوبلې دا کچه به له دې هم لوړه شي.»

ولسمشر غني وايي، د ټولې نړۍ دیني عالمانو ټینګار کړی، چې د طالبانو جګړه دیني او مذهبي اړخ نه لري او طالبان تر سولې پر جګړو ډېر باور لري.

ولسمشر غني زیاتوي: «د پاکستان په ګډون د ټولنې نړۍ دیني  عالمان پر دې هم نظره دي، چې روانه جګړه هېڅ دیني او شرعي اړخ نه لري.»

بل پلو د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د سولې  راتګ لپاره د دوحې ناسته یو ښه فرصت دی او طالبان د جګړې له لارې نه شي کولی،ځان واک ته ورسوي.

عبدالله زیاته کړه: «د سولې خبرې ډېرې ورو روانې دي.کومې ژمنې چې د تاوتریخوالي د کمولو برخه کې شوې وې، نه دي عملي شوي او ستونزې لا زیاتې شوې.»

افغان چاروکو له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه،چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او په بېلابیلو برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist