معترضين وايي، د کار قانون خلاف له دندو شړل شوي او پر ځای يې داسې کسان ګمارل شوي چې په وزارت کې په لوړه کچه واسطې لري.
له دندې ګوښه شوی مامور وايي: « د کار قانون له مخې، دوی بايد موږ ته يوه مياشت مخکې خبر راکړی وو، چې له دندو لېرې کېږئ، خو دوی د قانون خلاف له دندو لېرې کړو.»
له دندې ګوښه شوی مامور: «يو شمېر کسان چې روابط لري،پ ه لوړ معاش مقرر شوي دي،پ ه داسې حال کې چې يو شمېر غريب مامورين او اجيران يې د بودېجې د کمښت له کبله له دندو لېرې کړي.»
په دې ډله کې يې يو شمېر کسان ماسټري او دوکتوراوې لري او يو شمېر نور په خورا فقر کې ژوند کوي.
دوی وايي، د ګټې وټې بل درک نه لري او وزارت په لوی لاس سلګونه لوستي ځوانان په داسې سختو شرايطو کې له دندو لېرې کړل.
له دندې ګوښه شوې کارکوونکې :« زه سرپرست نلرم، کونډه يمه. د کور کرايه ورکوم، زه بل درک نلرم، نو زه به څنګه کار پېدا کړم.»
له دندې لېری ګوښه مامور وايي: « زه دوه ماسټرۍ لرم،خو اوس راته وزارت رهبري وايي، چې ازاد کار وکړئ. که موږ ازاد کار کوو، نو تعليم مو د څه لپاره کاو. اول به مو ازاد کار شروع کړی و.»
معترضينو د ښارجوړونې او ځمکو وزارت دروازه د څو ساعتونو لپاره تړلې وه او کارکونکي يې دفترونو ته نه پرېښودل.
ياد وزارت شااوخوا پينځه زره کارکونکي لري او شپاړلس سوه ټي اېن ای کارکونکو څخه يې يوزر او دوه سوه له دندو لېرې کړي دي.