د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیارتو د ترکیې په استانبول ښار کې یوې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، که طالبان پر افغانستان حاکم شي، ډېری افغانان به خپلې مېنې پرېږدي.
هغه زیاته کړه،چې استخباراتي مالومات یې ښیي،چې هره ورځ په زرګونو افغانان ځانونه وباسي.
د سیارټو په خبره، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو پرېکړه د کډوالۍ د نوي موج لامل کېدای شي.
نوموړي زیاته کړې ده،چې دا کډوال به له ترکیې د هنګري په ګډون نورو هېوادو ته ځانونه ورسوي.