Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د هرات مدني فعالانې: د سولې خبرو کې باید ښځو ته ونډه ورکړل شي

admin by admin
2021/07/28

په هرات ولایت کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې او د جګړې قربانیان راټول شوي او ټېنګار یې وکړ،چې د سولې په خبرو کې باید د جګړې قربانیانو او ښځو ته ونډه ورکړل شي. 

دوی وايي، لکه څنګه چې اړتیا ده د سولې خبرو روان بهیر کې د ښځواو جګړې قربانیانو غوښتنوته پام نه دی شوی.

دوی وايې د جګړې قربانیان او ښځې نور له جګړې ستړي او هېواد کې د تلپاتي سولې تمه کوي.

مدني فعاله الناز امیني وايي:« موږ نن غواړو،چې دا موضوع  د هغو کسانو غوږونو ته  ورسوو،چې د سولې راوستلو په برخه کې کار کوي. د افغانستان خلک واقعا نور ستړي شوي دي. دوی سرتاسري او دایمي  سولې ته اړتیا لري.»   

دلته راغلي ښځې نیوکه کوي،چې د سولې خبرو کې تر اوسه پورې ښځو او د جګړې قربانیانوته ځای نه دی ورکړل شوی .

دغه مدني فعالانې اندېښنه لري، که چیرې د سولې خبرو کې  د دوی حقونو او غوښتنوته پام ونه شي،د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې به له ګواښ سره مخ شي.

مدني فعاله محدثه احمدي وايي:«موږ د سولې مذاکراتو په پيل سره ګورو،چې دواړه غاړې  ښځو ته کم اهمیت ورکوي او د ان د هغوی خبرو ته. زموږ وېره دا ده،چې ښځې په تېرو ۲۰ کالونو کې په ډېرې سختۍ سره اوس یو ځای ته رسېدلي، بیا ځلې حاشیې ته کش نه شي.»

له دې سره دوی پر دواړو  لورو غږ وکړ،چې جګړه بس او له رامنځته شوې فرصته ګټه واخلي.

هرات کې یوشمېر دیني علماوو هم سوله د اسلام مبارک دین امر بولي او غوښتنه کوي،چې نور باید جګړه پای ومومي.

دوی ځکه د سولې غوښتنه کوي،چې ګڼو ولایتونو کې جګړې زور اخیستي او له افغان ځواکونو او طالبانو سربېره ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist