Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د زابل اوسېدونکي: د طالبانو له لوري د کلات ښار  محاصرې  مو ژوند سخت  کړی

admin by admin
2021/07/28

د زابل ولایت مرکز کلات ښار اوسېدونکي وايي، ښار طالبانو محاصره کړی، له ولسواليو سره یې ټولې لارې تړل شوي، کاروبار یې پر ټپه درېدلی او بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې څو برابره لوړې شوي.

 د زابل ولایت ټولې لس وسوالۍ طالبانو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې له  یو په بل سې نيولي، مرکز کلات ښار یې محاصره کړی او له ولسواليو سره یې د  تګ راتګ ټولې لارې تړل شوي دي.

دوی د جګړې له دواړو لوریو غوښتنه کوي،چې کلات ښار کې دې د ملکي وګړو د ژوند او ورځنیو چارو پر وړاندې پراته محدودیتونه له منځه یوسي، تر څو خپل ژوند ته په عادي ډول دوام ورکړي.

د کلات ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« کاروبار نه شته. خلک بهر نه راوځي. د ولسوالیو ټول خلک په خپلو کلیو کې دي او بازار ته  نه راوځي.»

د کلات ښار اوسېدونکی:« جګړې پر بازار ډېر اغېز کړی دی. امنیت ډېر ګډوډ دی. د ولسوالیو خلک نه راځي او سودا نه اخلي. کارونه نشته او ډېری خلک وزګار دي.»

په همدې حال کې د یاد  ولایت امنیه قوماندان ویس احمد صمیمي  وايي، د تازه پلانونو له مخې به وکولائ شي،چې دغه ښار له محاصرې خلاص کړي.

هغه وايي، دغه پلان کې د مرکز کلات ښار او ولسواليو تر منځ د تړلو لارو د خلاصون پوځي عملیات هم شامل دي.

صمیمي زیاته کړه:«موږ په ډېر لنډ وخت کې لویې لارې ته پلان لرو. کومې ولسوالۍ،چې اوس طالبانو په کې د پرمختګ ټولې برنامنې قطعه کړي دي، ولسونه نا امېده دي. موږ په ټوله کې د ولسوالیو او لویو لارو  بېرته نیولو  لپاره پلانونه لرو. انشاء الله تاسو به ډېر ژر  د لوی پرمختګ شاهدان واوسئ.»

د کندهار – کابل لاره چې د هېواد سوداګریز ترانزیټ لپاره مهمه ګڼل شوې، ډېره برخه یې په زابل کې تېره شوې.

 دغه ولایت کې وروستیو جګړو او ناامنیو د یادې لارې امنیت هم ننګولی او له امله یې د هېواد اقتصاد ته د پام وړ زیان رسېدلی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist