Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بشري حقونو خپلواک کمېسیون: سپین بولدک کې د وژنو په اړه څېړنه پيل شوې

admin by admin
2021/07/28

 د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ وايي، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې  د طالبانو له لورې د ملکي وګړو او تسلیم شویو دولتي منسوبينو د صحرايي اعدام او وژنو په اړه یې څېړنې پیل کړې او ډېر ژر به یې راپور بشپړ کړي.

فرهنګ زیاته کړه:«  د کندهار ولایت سپين بولدک ولسوالۍ  قضیې په اړه زموږ څېړنه پيل شوې. زموږ همکاران په دې  اړه کار کوي او انشاء الله راپور یې پر بشپړېدو دی. په ډېر نږدې راتلوونکې کې به خپور شي.»

طالبانو یوه اوونۍ وړاندې،چې  سپین بولدک ولسوالي له حکومتي ځواکونو ونيوله،ورسره سم یې په اړه داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې دغې ډلې په یادې ولسوالۍ  کې سلګونه ملکي او هغه کسان،چې مخکې يې دولتي دندې لرلې،له کورونو اېستلي او بیا یې وژلي دي.

اخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا  دغه تورونه رد کړي او زیاتوي،چې سپین بولدک ولسوالۍ کې یوازې دوه کسان د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوي او په اړه يې د دوی پلټنې روانې دي.

مجاهد زیاتوي:« داسې  پروپاګند خپور شوی دی،چې ګواکې د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې سلګونه کسان نادرکه دي، په سلګونه وژل شوي او نورې داسې اوازې خپرې شوي،چې دا واقیعت نه لري. موږ له ټولو هېوادوالو او رسنیو  غواړو،چې په دې اړه هېڅ تشويش ونه لري. له دې وړاندې یوه شخصي پېښه شوې،چې دوه تنه په کې وژل شوي او دواړه د یوه کور غړي دي. د هغوی موضوع هم تر څېړنې لاندې ده.»

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، د دوی د اسنادو له مخې،دغه کسان طالبانو وژلي.

هغه که څه هم په دې برخه کې کوم اسناد له رسنیو سره نه دي شریک کړي،خو وايي،د دوی د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به کره اسناد هم شریک کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist