Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا وایي، افغانستان کې ښکېل پاتې کېږي او دلته یې شتون تر پوځي حضور محدود نه دی

admin by admin
2021/07/28

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن له خپل هندي سيال سره د لیدنې پرمهال ويلي، چې د سرتیرو له وتلو وروسته هم په افغانستان کې ښکېل پاتې کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې سویلي اسیا ته په سفر راوتلی، د هند پلازمېنه نوې ډهلي کې یې له خپل هندي سيال سره د افغانستان په وضعيت خبرې کړي او ويلي دي چې افغانستان کې موجودیت تر پوځي شتون محدود نه دی او د ځواکونو له وتلو وروسته به هم دلته پاتې شي.

انتوني بلېنکن وایي: «آن که موږ خپل ځواکونه له افغانستان بهر کوو او ناټو او نور هم خپل ځواکونه بهر کوي، موږ به افغانستان کې زيات دخیل پاتې شو، موږ نه تنها هلته پياوړی سفارت لرو، بلکې مهم پروګرامونه لرو، چې له مخې به يې افغانستان سره له اقتصادي، پراختيايي او امنيتي پلوه مرستې وشي.»

هند بیا د افغانستان پر سوله خبرې کړي او د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير، په هغې غونډه کې چې د امريکايي سيال کوربتوب يې کاوه د سولې خبرو په جدي تعقیب یې ټینګار وکړ.

د هند د بهرنيو چارو وزير ايس جې‌شنکر وایي: «افغانستان په اړه دا اړينه ده چې د سولې مذاکرات د ټولو خواو له لوري جدي تعقيب شي، نړۍ هيله لري چې افغانستان خپلواک، مقتدر، ولسواک او باثباته وويني، چې خپل او ګاونډي يې په سوله کې وي. خو خپلواکي او اقتدار يې هغه مهال باوري کېدلی شي، چې د نورو له نفوذه خوندي شي.»

بلېنکن بیا ويلي، د افغانستان جګړه چې افغانان ترې ځورېږي، نظامي حل لار نه لري، طالبان او افغان حکومت بايد د مذاکراتو لار ونيسي او دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير زیاته کړه: «موږ دواړه دې وړانديز سره ګډ کار کولو ته ژمن يو، چې افغان جګړه نظامي حل نه لري، افغانان ترې ځورېږي، بايد سوله ايز حل رامنځته شي او اړتيا ده، چې طالبان او افغان حکومت د مذاکراتو مېز کې سره کېني.»

دغه هندي او امريکايي لوړ پوړي چارواکي په داسې مهال د سولې مذاکراتو په چټکتیا او د جګړې په کمښت ټینګار کوي چې افغانستان کې په بې‌سارې توګه جګړې زور اخیستی، د سولې خبرې ولاړې دي او د طالبانو يو نهه کسيز پلاوی د چهار شنبې په ورځ د دوه ورځو لپاره چين ته تللی او بیجینګ کې یې د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist