Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د توکیو المپيک سیالۍ: د تکواندو افغان لوبغاړي له خپل کوریایي سیاله ماته وخوړه

admin by admin
2021/07/27

د افغانستان تکواندو لوبغاړي فرزاد منصوري نن سهار د المپیک په سیالیو کې له خپل کوریایي سیال ان کیو دان سره مخامخ شو.

کوریایي لوبغاړي ان کیو دان  منصوري ته  د یوه امتیاز په توپیر سره  ماتې ورکړه.

فرزاد منصوري د افغانستان لپاره څو مډالونه ګټلي،چې وروستی یو یې د اسیايي لوبو د سپینو زرو د مډال ګټل وو.

له  افغانستانه پنځه لوبغاړي د المپیک په سیالیو کې ګډون لري،چې يوه ‌یې مېرمن ده.

د جولای په ۳۰ مه فهیم انوري لامبو برخه کې  او کیمیا یوسفي هم په ۱۰۰ متره  ځغاستې  کې برخه اخلي،د جولای په ۳۱مه به شاه محمود نورزی د ځغاستې یا اتلتیک لوبو کې ګډون وکړي.

دا سیالۍ،چې د تېرې جمعې پر ورځ توکیو ښار کې پیل شوي، د اګسټ میاشتې تر ۸ مې نېټې پورې به دوام کوي.

د افغانستان المپیک ملي کمېټې د مالوماتو له مخې، په دې سیالیو کې به د افغانستان په ګډون له ۲۰۷ هېوادونو څخه ۱۱ زره ۳۰۰ لوبغاړي په بېلابیلو سیالیو کې ولوبېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist