Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یوناما: افغانستان کې روان کال  د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې

admin by admin
2021/07/26

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په خپل تازه شپږ میاشتني راپور کې وايي، د ۲۰۲۰  زېږدیز کال د لومړیو شپږو میاشتو  پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ ‌ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې.

راپور کې ویل شوي، که روان حالت دوام وکړي، روان ۲۰۲۱ زېږدیز کال به د ملکي تلفاتو له اړخه له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا تر ټول خونړی کال وي.

راپور کې وړاندې ویل شوي، چې د روان زېږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون میاشتې تر پایه ۱،۶۵۹ ملکي افغانان وژل شوي او ۳،۲۵۴ نور ټپیان دي.

راپور کې د ماشومانو او مېرمنو وژل کېدل د اندېښنې وړ بلل شوي دي.

راپور کې راغلي،چې د دې مرګ ‌ژوبلې ډېر مسوولیت چې ۶۴ سلنه کېږي، د حکومت مخالفو وسله‌ والو ته ورګرځي چې طالبان، غير مسوول وسله ‌وال او داعش په ترتيب د دې تلفاتو مسوول ګڼل شوي.

په راپور کې همداراز ویل شوي،چې ۲۳ سلنه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د ملکي تلفاتو عاملین دي.

دغه راز یوناما په خپل راپور کې د جګړې پر دواړو غاړو غږ کړی دی، چې د تاوتریخوالي پر ځای دې د خبرو مېز ته حاضر شي.

يوناما ليکلي چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې،چې دا بنسټ د ملکي تلفاتو سيستماتيک ثبت او سند پيل کړ،دا لومړی ځل دی،چې نړیوالو ځواکونو ته د ملکي تلفاتو هېڅ پېښه نه ‌ده منسوب شوې.

خو افغان حکومت او طالبانو بیا دغه راپور رد کړی دی.

د افغانستان امنیتي او دفاعي سکتور  ویاند جنرال اجمل عمر شینواري کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، موږ په خپلو ټولو عملیاتو کې لومړنی فکتور چې په پام کې نیسو، د ملکیانو د مرګ‌ ژوبلی مخنیوی دی.

طالبان د یوناما دا راپور یو اړخیز یادوي او وايي، د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دوی جدي پام کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist