د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوټین له خپل قزاق سیال سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، دوی د افغانستان د وضعیت په اړه اړین تدابیر اختیاروي.
د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی،چې ولسمشر قاسم جمعرات د افغانستان په تړاو د روسیې له ولسمشر سره په ټلیفون خبرې کړي دي.
د راپور له مخې، دواړو مشرانو د افغان جګړې پر سوله ییز حل ټینګار کړی او همداراز یې د سیمې له هېوادونو غوښتي،چې د افغان جګړې د منفي تاثیراتو پر وړاندې اړین تدابیر ونیسي.
روسیه په وروستیو کې په افغانستان کې د نا امنیو له زیاتېدو سره هم مهاله په دې بوخته ده،چې د مرکزي اسیا هېوادونه له ځان سره ملګري او له افغانستانه د احتمالي ګواښونو مخنیوی وکړي.