Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هېواد کې د جګړې شدت؛  بهر ته د خلکو تګ زیات شوی

admin by admin
2021/07/26

د امریکا، جرمني، ترکیې او ګاونډیو هېوادونو سفارتونو ته هره ورځ سلګونه  کسان د ويزې اخېستلو لپاره مراجعه کوي او غواړي، له  خپلو کورنیو سره یو ځای افغانستان پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډوال شي.

امیر شاه د کابل اوسېدونکی دی. هغه  له کلونو راهیسې کارول شوي توکي او وسایل پلوري، وايي، په دې وروسیتو کې ډېری کورنۍ اړې شوي، چې خپل  کور او توکي پرې وپلوري.

امیرشاه وايي:« له یو شمېر کورنیو چې ما دا کارول شوي توکي اخېستي، ویل یې، امنیت نه شته، ښار کې ګرځېدی نه شي. نو له همدې امله بهر ته ځي.»

اسماعیل هم تازه بیا د هغو کورنیو توکې رانیولي،چې غوښتل یې د جګړې او ناامنۍ له امله بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي او ځانونه خوندي کړي.

 هغه وايي،  له پخواه څخه د کاروبار مزه نه شته او څوک د کارول شویو توکو وس هم نه لري.

اسماعیل زیاته کړه:« کاروبار نه شته،  خلک له خپلو کورونو بهر نه شي وتلی، له همدې امله خپل توکي پلوري او له هېواده بهر ځي. دوی د مجبورۍ له امله توکي په نیمه بیه او ان له نیمې بیې یې هم کم پلوري. دلته څه وکړي، کاروبار نه شته.»

اخوا د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت هم مني، چې په دې وروستیو کې د جګړو له ا مله نورو هېوادنو ته د افغانانو تګ زیات شوی، خو پوره شمېرې یې په لاس کې نشته.

د یاد وزارت ویاند رضا باهر وايي،  له نورو هېوادونو یې غوښتي،چې د افغانانو اجباري اېستلو لړۍ دې هم ودروي.

رضا باهر زیاتوي:« نا امنۍ د دې لامل شوي، چې یو زیات شمېر خلک هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډوال شي. کره شمېرې نه شته، چې څومره افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. لامل یې دا دی، چې دا کسان ډېری د قاچاقبرانو له خوا په غېر قانوني بڼه له افغانستانه وځي.»

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا پر  حکومت نیوکې کوي، چې د جګړې کابو کولو سربېره یې د وسله  والو ډلو هغه تبلیغاتي دستګاه هم نه ده فلج کړې،چې د خلکوترمنځ د وېرې خپرېدو لامل شوې ده.

د  سیاسي چارو شنونکی جاوید مومند وايي:«خطرناکه جګړه هغه تبلیغاتي جګړه ده. متاسفانه افغان حکومت په دې برخه کې کمزوری دی، ځکه د دښمن تبلغات  همدا دي، چې افغانان او هغه کادرونه هېواد باید پرېږدي او نړۍ ته وښیي،چې حالت ښه نه دی. بل دا چې هغه افغانان چې دلته یې پانګونه کړې، هغه افغانان هم له دې ځایه ولاړ شي، ان بهرنیان چې دلته پانګونه کوي، هغوی باید زړه ښه نه کړي، ځکه دلته جګړه ده.»

 په ورته وخت کې بیا د امریکا، تاجکستان  او له کاناډا سربېره  یو شمېر نورو هېوادونو د افغان ګډوالو د ورتګ لپاره چمتوالی نیولی، چې په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist