د امريکا مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال کنټ مکنزي خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، د طالبانو وروستیو جګړو اړ کړل، چې د افغان ځواکونو پر ملاتړ د دې ډلې پر وسله والو هوايي بریدونه پيل کړي.
مکنزي روان تاوتریخوالی له زغم پورته وباله او خبرداری یې ورکړ، که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، د دوی له سختو هوايي بریدونو سره به مخ شي.
مکنزي زیاته کړه:«امريکا متحده ایالاتو د تېرو څور ورځو په موده کې د افغان ځواکونو پر ملاتړ هوايي بريدونه زيات کړي دي. که طالبان بريدونه وکړي، موږ چمتو يو، چې له دې زياتې کچې هوايي بريدونو ته په راتلونکو اوونيو کې هم دوام ورکړو.»
مکنزي چې د خبریالانو پوښتنې یې هم ځوابولې وویل، افغان حکومت به په راتلونکو ورځو کې له یو لړ سختو ازمايښتونو سره مخ شي.
مکنزي د طالبانو وروستیو پوځي پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، طالبان د خپلې حتمي بريا په اړه ذهنيت جوړونه کوي، خو په وینا یې دوی د هغوی دا محاسبه غلطه ګڼي.
مکنزي زیاته کړه:«غواړم په واضح توګه ووايم، چې د افغانستان حکومت به راتلونکو ورځو کې له سختو ازموينو سره مخ شي. طالبان د دوی د بريا حتمي کېدو په موخه ذهنيت جوړونه کوي، خو د دوی دا محاسبه غلطه ده. روانې جګړې پايلې په اړه څه نه شي ويل کېدی، د طالبانو بريا حتمي نه ده.»
په داسې حال کې چې روانو جګړو او په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو پرمختګونو نړیواله ټولنه او افغانان اندېښمن کړي، خو مکنزي وویل، ولسمشر غني او د هغه مشاورین او امنيتي مشران د حالاتو کنټرول لپاره منظم پلانونه لري.
هغه وايي:«هغوی ښه پلان لري، د پلان له مخې به هغوی خپل ځواکونه متمرکز کړي.»
طالبانو د مکنزي له څرګندونو وړاندې په کندهار کې د امریکا هوايي بریدونو ته غبرګون ښودلی او د بریدونو پيل خبرداری یې ورکړی،خو جنرال کنټ مکنزي وویل، افغان حکومت سره د تړون له مخې، دوی صلاحیت لري،چې له افغان ځواکونو دفاع او ملاتړ وکړي.