د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، څومره چې طالبان جګړو ته شدت ورکوي، ورسره د امریکا هوايي ځواک بریدونه زیاتېږي.
طالبانو دغه بریدونه د دوحې له تړونه سرغړونه بللې او غبرګون یې ورته ښودلی، خو شنونکي وايي، د طالبان له خوا د تاوتریخوالي دوام بهرنیان هوايي بریدونو ته اړ کړل او که جګړې ته دوام ورکړي، ښايي امریکايي ځواکونه بېرته جګړې ته راستانه شي.
د سیاسي چارو شنونکی جمال ناصر اصولي وايي: «څومره چې طالبان جګړې ته شدت ورکوي، ورسره به د امریکا هوايي بریدونه هم زیاتېږي او وضیعت ته په کتو د دې امکان هم شته، چې امریکا بېرته د افغانستان جګړې ته راوکرځي. د امریکا د بېرته راتګ د مخنیوي لپاره باید طالبان او افغان حکومت لاس سره یو کړي او د سیاسي تفاهم له لارې ستونزه حل کړي.»
یو شمېر نور بیا پر دې باور دي چې د افغانستان ستونزه جګړه ییز حل نه لري او که پر جګړې هدف ترلاسه کیدای، نو امریکا به په تېرو شلو کلونو کې چې افغانستان کې یې پوځي حضور درلود ستونزه حل کړې وای.
د سیاسي چارو شنونکی محمد جان رسولیار وايي: «امریکا د اوسنیو هوايي بریدونو لپاره بهرنۍ اډې کاروي، چې لګښت یې زیات دی، نو له دې امله دغو بریدونو ته دوام نه شي ورکولای، که د جګړې له لارې ستونزه حل کېده، نو په تېرو شلو کلونو کې،چې امریکا په افغانستان کې حضور درلود، ستونزه به حل شوې وه.»
په ورته مهال افغان وسله وال پوځ بیا هوايي ملاتړ د خپلو عملیاتو لپاره جدي اړتیا ګڼي او زیاتوي، له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانانو نه بلکې د نړۍ مسوولیت هم دی.
د افغان امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواری وايي:« موږ ټول عملیاتو کې هوايي ځواک او ملاتړ ته یې اړتیا لرو او له ترهګرۍ سره جګړه یوازې د افغانانو مسوولیت نه دی بلکې نړیوال هم مسوولیت لري.»
په ورته مهال د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنټ مکنیزي ویلي، د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی د منلو نه دی او دوی به د هوايي ځواک په برخه کې د افغان ځواحکونو ملاتړ وکړي،ځکه دغه ځواکونه له خپل هېواده د دفاع وړتیا لري.