Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: د برښنايي پېژندپاڼو د وېش یو شمېر کارکوونکو کاري اعتصاب پيل کړی

admin by admin
2021/07/25

 د کابل ښار احمد شاه بابا مېنې برښنايي پېژندپاڼو دفتر مخې،ته لسګونه کسان راټول شوي،ترڅو برښنايي پېژندپاڼه ترلاسه کړي،خو کارکونکو د دفتر دروازې تړلي او کاري اعتصاب يې کړی.

د برښنايي پېژندپاڼو د وېش یو شمېر کارکوونکي وايي، کار پرې ډېر دی، خو مزد يې کم دی.

 اخوا د  ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا د برېښنايي پېژندپاڼو د  ویش له بهیره راضي نه دي او نیوکه کوي،چې مامورین خپلو دفترونو ته پر وخت نه حاضرېږي.

دوی نیوکه کوي،چې حکومت په ځینو برخو کې د برښنايي پېژندپاڼو لرل جبري کړي، خو د ویش مرکزونه کم دي او نه‌ شي کولی په کمه موده کې یې ترلاسه کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی:« په  هغه غره کې کارمن یم، کندې وباسم. دا مې خپل کارت دی، دولت راکړی دی. تاسو یې هم کتلی شئ. زه برښنايي پېژندپاڼې ته ډېره اړتېا لرم. له ما سره چې برښنايي پېژندپاڼه نه وي، تنخوا راته نه راکول کېږي.»

کارکونکو په دې سبب کاري اعتصاب کړی،چې ګوندې د احصايې ملي ادارې ورته د تېرې مياشتې معاشونه کم کړي،خو ياده اداره وايي، هر کارکونکی چې څومره کار وکړي،هومره معاش ورته حواله کوي.

د احصايې او مالوماتو ملي ادارې ويانده روينا شهابي وايي: « که چېرې د دوی معاش کم ورکړل شوی وي، لامل یې دا دی،چې کار یې کم ترسره کړی دی. په نورو مرکزونو کې هغو کارکوونکو چې کار  ډېر کړی، هغومره معاش چې مستحق یې ول، ورکړل شوی دی.»

برښنايي پېژندپاڼې په يوشمېر ادارو کې جبري شوي،خو مراجعين يې د کار له څرنګوالي خوښ نه دي.

تراوسه تر اتو ميليونو زياتو کسانو د برښنايي تذکرو غوښتنه کړې،چې نږدې شپږو ميليونو ته وېشل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist