Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ولسي جرګې غړي: حکومت باید د سپين بولدک ولسوالۍ نیولو لپاره عملیات پيل کړي

admin by admin
2021/07/25

په وروستیو کې  پر ډيورند فرضي کرښه پرتې هغه سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، وسله وال او پاکستانۍ ملیشې پرې د کرښې دواړو خواوو ته ازاد تګ راتګ کوي.

په خواله رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو له خلکو سره اندېښنې پیدا کړي، چې پرانیستې لارې به افغانستان ته د وسله‌ والو کسانو راتګ اسانه کړي.

د ولسي جرګې غړي وايي، که حکومت د سپین بولدک د بېرته نېولو لپاره اقدام ونه کړي، کندهار کې روانه جګړه به لا پېچلې او د وسله والو طالبانو د نور پرمختګ لامل به شي.

د ولسي جرګې غړی هلمند هلمند وايي: « اوس چې د سپین بولدک بندر د طالبان په لاس کې دی، د پاکستان حکومت او استخبارات په اسانه له دوی سره هر ډول همکاري د تجهیزاتو، بشري ځواک او د جګړې پلان او پالیسۍ په برخه کې کولای شي. حکومت باید هڅه وکړي، چې سپین بولدک ولسوالۍ بېرته ونیسي.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، د دغو ویدیو ګانو د صحت په اړه لاهم شکونه شته، خو په خبره یې حکومت باید له څیړنو وروسته جدي اقدام وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي:«د افغانستان دولت مکلف دی، چې د بهرنیو او کورنیو مسلکي بنسټونو پر مرسته د دغو نشریو ویدیو ګانو واقعیت تائید کړي او له هغې وروسته باید جدي اقدامات وکړي.»

بل پلو طالبان هم دا مني چې په لومړیو کې پر کرښه ځینې سرغړونې شوي دي، خو په دې اړه  د څېړنو خبر ورکوي او زیاتوي چې له دې وروسته د دغه ډول ټولو خپلو سریو مخه نیسي.

یوه بله ویډیو چې د ایران شیراز ښار ته منسوبه ده افغان طالبان په کې په ازادانه توګه ګرځي راګرځي او له یوه بل سره روغبړ کوي.

په خواله  رسنیو کې د دغو ویدیو ګانو خپرېدو د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist