مهدي ياوري ۶۰۱ امتياز ترلاسه کړ او ونه توانېد، چې د مډال ګټلو لپاره مخکې ولاړ شي.
په بادي ټوپک له لس مترو لېرې نښه ويشتلو سياليو کې چين لومړی او امريکا دوېم او درېم ځای خپل کړ، خو وروستي پړاو ته، چې ۸ لوبغاړو لار موندلې د مډال ګټونکي به پکې مالوم شي.
له افغانستانه پنځه لوبغاړي د المپیک په سیالیو کې ګډون لري،چې يوه یې مېرمن ده.
ټاکل شوې ده، چې د سې شنبه پر ورځ به فرزاد منصوري د تکواندو په برخه کې سیالۍ پيل کړي.
د جولای په ۳۰ مه فهیم انوري لامبو برخه کې او کیمیا یوسفي هم په ۱۰۰ متره ځغاستې برخه اخلي، د جولای په ۳۱مه به شاه محمود نورزی د ځغاستې یا اتلتیک لوبو کې ګډون وکړي.
دا سیالۍ،چې دوه ورځې وړاندې پيل شوي، د اګسټ میاشتې تر ۸ مې نېټې پورې به دوام کوي.
د افغانستان المپیک ملي کمېټې د مالوماتو له مخې، په دې سیالیو کې به د افغانستان په ګډون له ۲۰۷ هېوادونو څخه ۱۱ زره ۳۰۰ لوبغاړي په بېلابیلو سیالیو کې ولوبېږي.