Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسټن: افغان حکومت دې د طالبانو  پرمختګونو مخه ونېسي

admin by admin
2021/07/25

د امريکا دفاع وزير لویډ اسټن د الاسکا هوايي اډه کې د خبرو پر مهال وویل، افغان حکومت اوس مهال په ګڼ مېشتو سېمو کې ځواکونه ځای پر ځای کوي.

اسټن  وايي، افغان حکومت د دې وړتيا او ظرفيت لري، چې له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي او دې برخه کې هغوی ژمنتيا هم لري.

په ورته وخت کې آسټن وايي، له افغان حکومته غواړي، له طالبانو د نيول شويو سيمو بېرته نېولو پر ځای دې د هغوی د پرمختګونو مخه ونيسي.

 هغه زیاته کړه:« هغه څه چې افغان رهبري يې اوس کوي، په ګڼ مېشته  ځايونو کې د ځواکونو پياوړتيا ده، دا چې هغوی به طالبان له پرمختګ راوګرځوي او که نه؟

 زه فکر کوم لومړی څه،چې هغوی يې بايد وکړي، د طالبانو د پرمختګ مخنيوی دی او بيا دې خپل ځان هغه موقف ته برابر کړي، چې وکړی شي، له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي. افغان رهبرۍ سره زما اړيکې ښيي،چې هغوی دې کار ته ژمن دي.»

اسټن د افغان ځواکونو پر وړتيا ډاډ وښود او وايي، هغوی ظرفيت لري او کولی شي، چې د طالبانو د پرمختګونو مخه ونيسي.

اسټن زیاتوي:« دوی ( افغان ځواکونه) وړتيا او ظرفيت لري،چې پرمختګ وکړي او د طالبانو د پرمختګونه مخه ونيسي، خو وبه ګورو، چې څه کېږي.»

اسټن دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په ختيځ کونړ ولايت کې طالبانو له غازي اباد وروسته د یکشنبې پر ورځ ناړۍ ولسوالۍ هم ونیوله.

 افغان ځواکونه بیا د هېواد په نورو برخو کې د یو شمېر ولسوالیو او سیمو بېرته نېولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist