د ٢٠١ سېلاب قول اردو ادعا کوي، چې نن سهار افغان توپچي ځواکونو د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه قرارګاه او غونډه بریدونه کړي، چې پایله کې یې ٢٠ طالبان وژل شوي او ٥ نور ټپیان شوي دي.
د قول اردو ویاند مقصود اغا شمشاد ته وویل، د طالبانو قرارګاه په بشپړ ډول ویجاړه شوې او ګڼ وسایط یې هم له منځه وړل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.