ولسمشر غني ویلي، د امريکا ولسمشر جوبايډن ډاډ ورکړی، چې له افغان ځواکونو به د دوی ملاتړ دوام ولري.
اشرف غني ویلي، له بایډن سره یې د سولې او ټيکاو په اړه د افغانانو د اجماع پر اهميت خبرې کړي دي.
په دغو خبرو کې ويل شوي، چې افغان ځواکونه د هېواد ساتنې او دفاع وړتيا لري.
بايډن يو ځل بيا له افغان حکومت سره د امریکا د ډیپلوماټيکو او اقتصادي همکاريو د ملاتړ خبره کړې.
بایډن داسې مهال له ولسمشر غني سره خبرې کړي او د ملاتړ ډاډ یې ورکړی، چې طالبانو ویلي، ولسمشر غني دې له واک لرې شي.