د امريکا بهرنیو چارو وزارت پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او دايمي سولې ته د رسېدو لپاره دې جدي مذاکرات پیل کړي.
یاد وزارت ګواښ کړی چې نړۍ افغانستان کې د زور له لارې واک ته رسېدونکی حکومت نه مني او د ۴۰ کلنې جګړې پايته رسېدو يوازنۍ لاره مذاکرات ګڼي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستيال ويانده جلينا پورتر وايي:« موږ پر طالبانو غږ کوو، چې مذکراتو کې جدي برخه واخلي او د افغانستان سياسي لار نقشې سره مرسته وکړي، چې د تلپاتې سولې او سياسي حل لامل شي. د جمهوريت او طالبانو ترمنځ سياسي حل يوازنۍ لاره ده، چې د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه پايته رسولی شي. نړۍ به هغه ځواک و نه مني، چې د زور له لارې په افغانستان تحميل کېږي.»
پورتر ویلي، امریکا هدفي وژنې او د زېربناوو ویجاړول غندي او اندېښنه یې ښودلې چې پر سیمه ییزه کچه د طالبانو جنګياليو بشري حقونه نقض کړي، د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه نه کوي.
هغې زیاته کړه:«د تاوتريخوالي او وژنو وروستي راپورونه د دې ښکارندوي کوي، چې پر سیمه ییزه کچه د طالبانو جنګيالي د انسان ژوند او بشري حقونو ته لږ پاملرنه کوي، موږ دغه هدفي بريدونه او د زېربناو وېجاړۍ غندو.»
جلينا پورتر له طالبانو غوښتي چې د هدفي وژنو او بريدونو له ردولو تېر شي او وايي، که دا د طالبانو پاليسي نه وي، نو بايد خپل جنګيالي له وژنو او تاوتريخوالي راوګرځوي.
پورتر زیاتوي: «د طالبانو رهبري بايد له دې تېره شي، چې په سيمو او نورو هدفي بريدونو کې خپل لاس لرل رد کړي، که چېرې دا په رښتيا د طالبانو پاليسي نه وي، نو د هغوی رهبري بايد دا وژنې او تاوتريخوالي وغندي. دوی بايد د جنګ په سختو کې خپل جنګيالي له وژنو او تاوتريخوالي منع کړي. موږ پر بېړنۍ توګه د روان تاوتريخوالي پايته رسول غواړو، چې په زياته کچه د طالبانو له لوري تر سره کېږي.»
امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر او مذاکراتي پلاوي غړي سهیل شاهین ويلي، د ولسمشر غني په شتون کې سوله نا ممکنه ده.