Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: تر هغو چې غني په واک کې وي، د سولې هوکړه ناشونې ده

admin by admin
2021/07/24

په قطر کې  د طالبانو سیاسي دفتر غړي سهیل شاهین له اسوشیټیډ پرس خبري آژانس سره د مرکې پر مهال افغان حکومت سولې ته پر نه ژمنتیا تورن کړی او زیاته کړې یې ده،چې دوی هم د واک انحصار نه غواړي.

هغه وايي، په افغانستان کې مخکې هم واک انحصار شوی و،چې حکومتنه یې ناکام کړی و.

 د شاهین په خبره،چې د افغانستان له اوسني حکومت سره اوربند نه واقع بینانه او نه هم عملي تګلاره ده.

شاهین زیاته کړه:« افغان حکومت زموږ تسلیمي غواړي. دوی غواړي،چې موږ اوربند وکړو او اوسنی حکومت خپل کار ته دوام ورکړي. دا تګلاره نه واقع بینانه او نه هم عملي بڼه لري. ټول افغانان باید پر یو نوي حکومت هوکړه وکړي چې د اوسني حکومت ځای ناستی شي او هغه حکومت به بیا ټولو ته د منلو وړ وي.»

سهیل شاهین د کورنیو جګړو په تړاو ویلي،چې د دوی په ګډون هېڅ افغان د دا ډول جګړو غوښتنکی نه دی.

هغه د سقوط شویو ولسوالیو په اړه ویلي،چې د جګړې په پایله کې نه بلکې د سیمې خلکو په منځګړیتوب نږدې دوه سوه و لسوالۍ نیولې دي.

شاهین زیاته کړه:«هغه ولسوالۍ چې زموږ لاس ته لویدلي او هغه عسکر چې موږ ته تسلیم شوي،د جګړې په پایله کې نه بلکې د خلکو په منځګړیتوب ترلاسه شوي دي. که داسې نه وای،موږ ته به په اتو اونیو کې د ۱۹۴ ولسوالیو نیول ډېر سخت و.»

شاهین د هغو کسانو په تړاو چې بهر ته ځي وویل، په افغانستان کې اقتصاد کمزوری او د ژوند کچه ټیټه ده،که دوی بهر ته ځي دا  د دوی خپله خوښه ده.

هغه وایي، هغو افغان خبریالانو،چې له بهرنیو رسنیو سره یې کار کړی،ستونزه نه لري او راتلونکې کې هم  خپل کار ته دوام ورکولائ شي.

شاهین وايي:« موږ له خبریالانو سره هېڅ ستونزه نه لرو،په ځانګړې توګه له هغو خبریالانو سره چې له بهرنیو رسینو سره یې کار کړی دی. دوی په راتلونکې کې هم خپل کار ته ادامه ورکولی شي.»

په دوحه کې د طالبانو مرکچي پلاوي دا غړی په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي،چې ټاکل شوې ده،راتلونکو څو ورځې کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ قطر کې یوه بله غونډه هم ترسره شي.

ویل کیږي،طالبانو د درې میاشتني اوربند په بدل کې له افغان حکومت نه د خپلو اووه زره بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې، هغه څه چې افغان حکومت یې تر اوسه مخالفت کوي او ولسمشر غني د پنځه زره طالب بندیانو خلاصون هم یوه تېروتنه بللې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist