طالبانو کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې د امریکا هوايي بریدونو ته غبرګون ښودلی دی.
دغه ډله وایي، امریکایانو په کندهار کې د دوحې هوکړې خلاف هوایي بریدونه کړي او د دوی ځواب ته دې انتظار شي.
تر اوسه مالومه نه ده، چې د بهرنیو ځواکونو په دې هوایي بریدونو کې څوک وژل شوي او څومره زیان اوښتی، خو د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې دغه بریدونه یې د افغان حکومت په غوښتنه کړي دي.
په دې بریدونو کې هغه پوځي وسایط په نښه شوي، چې طالبانو له امنیتي ځواکونو نیولي وو.