طالبان وایي، امریکایانو په کندهار ولایت کې د دوحې هوکړې خلاف هوایي بریدونه کړي او ځواب ته دې په تمه شي.
تر اوسه پورې څرګنده نه ده،چې په دې برېدونو کې څوک وژل شوي، خو د امریکا دفاع وزارت ویلي، دغه بریدونه یې د افغان حکومت په غوښتنه ترسره کړي دي.
د یاد وزارت ویاند جان کربي وايي، په دې بریدونو کې هغه پوځي وسایط په نښه شوي،چې طالبانو له امنیتي ځواکونو نیولي وو.
جان کربي زیاته کړه:«امریکايي پوځیانو روانه اوونۍ له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره چې اوس له طالبانو سره جګړه کوي،د کندهار ستراتیژیک ولایت په ګډون په ځینو سیمو کې هوایي بریدونه کړي خو د بریدونو تخنیکي جزئیاتو په اړه څه نشم ویلی.»
په طالبانو د امریکا هوایي بریدونه له خلیج شوي دي.
امریکا په دې حوزه کې جنګي طیارې او چورلکې لري،چې کولای شي افغانستان کې اهداف په نښه کړي.
له افغانستان څخه د وتلو وړاندې امریکا تابیه نیولې،چې افغانستان باندې کنټرول به له بهر او سیمې کوي.
خو طالبانو د امریکا تازه هوایي بریدونه غندلي او د غچ اخېستلو خبرداری یې ورکړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« کندهار کې وړمه شپه یو څو هوایي بریدونه شوي او موږ هم تثبیت کړي،چې دا امریکایي الوتکو کړي دي او په کلکه یې غندو. دا د دوحې له تړونه سرغړونه ده،خو د عواقبو په تمه دې اوسي.»
طالبانو او امریکایانو تر اوسه پورې نه ده منلې،چې په هوایي بریدونو کې چاته مرګ ژوبله اوښتې ده او که نه، خو د امریکا دفاع وزارت له زیاتو مالوماتو ډډه کړې ده.
دفاع وزارت په دې اړه زموږ پوښتنې ته ځواب ور نه کړ،چې دا بریدونه دوی سره په همغږۍ شوي دي او که نه؟
خو د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا پر دې باور دي، ترڅو چې افغانستان کې د امریکا ګټې له خطر سره نه وي مخ شوي،امریکایان به هېڅکله پر طالبانو بریدونه ونه کړي.
پوښتنه داده چې دا بریدونه طالبانو ته په څه مانا کېدای شي؟
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:« تر نږدې څلورو اونیو چې امریکایان تر اوسه په رسمي توګه نه دي وتلي، نه غواړي چې هېڅ یو مهم ولایت سقوط وکړي، دا بمبار د دې لپاره وه. کندهار به له نظامي نه خو په سیاسي لحاظ به سقوط شي. بعضې ولایتونه به راتلونکې کې له طالبانو سره په تقاهم سقوط وکړي، دا چې ولسمشر غواړي په یوازې دفاع کوي،دا غلطه ده.»
دا ښایي طالبانو ته یو جدي خبرداری اوسي،چې له ټاکلو پولو وانه وړي.
په کانګرس کې ځینو سناتورانو په دې وروستیو کې داسې نظر وړاندې کړی دی،چې ښايي پوځ یې بېرته د جګړې ډګر ته ستون شي، خو اوس چې امریکایان د وتلو په حال کې دي او د اګیست تر وروستۍ نیټې د ټولو سرتېرو د وتلو بهېر بشپړېږي،دې غوښتنې لپاره زیاته ناوخته ده.