Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: هغو سیاسیونو چې جګړې ته مخه کړې، پر سوله باور نه لري

admin by admin
2021/07/24

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، هغه سیاسیون چې تر پرونه د حکومت ترڅنګ د ملي اجماع په نوم راټول شوي وو، هغه مهال یې هم  او اوس  یې هم چې  د جګړې اعلان کړی،خپلې ګټې پالي .

دوی وايي، دغه ډله سیاسیون سولې ته ژمن نه دي او د خپلو شخصي په موخه له حکومته د امکاناتو ترلاسه کولو لپاره د جګړې اعلان کوي.

تحلیل کوونکي هغه سیاسیون چې له سولې یې مخ ګرځولی او د جګړې اعلان یې کړی، پر سوله بې باوره ګڼي او زیاتوي،چې دغه ډله خلک سوله ثبات  د ځان په ګټه یې نه بولي .

هغه چې تر پرونه دسولې په نوم دحکومت ترڅنګ ولاړ وو  هم یې خپلې شخصي ګټې پاللې او اوس چې یې دجګړې اعلان کړی هم خپلې شخصي ګټې پالي او غواړي چې دجګړې په دوام سره خپل کړي خیانتونه پټ وساتي .

د سیاسي چارو شنونکی عزیزمعارج  وايي:«کله چې د سولې خبرې په ټپه ودرېدلې او جګړه پیل شوه،دوي سولې ته ژمنتیا نه درلوده،لکه عطامحمد نور، اسماعیل خان او دوستم جګړې ته تللي او د جګړې اعلان یې کړی ځکه د دوي په ذهن کې سوله نه وه،خو هغه سیاسیون چې سولې ته ژمن دي لکه حکمتیار او پخوانی ولسمشر حامدکرزی بې طرفه پاتې دي او اوس هم پر سوله ټینګار کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:«هغه څوک چې خدای ، وطن او ولس ته ژمن وي،هغه په جګړه کې د هېڅ له لوري پر ګټه د ګډون لیوالتیا نه لري او دغه ښاغلي چې ټوپک اخلي او  د جمهوریت ترنامه لاندې د دفاع په نوم جګړې ته وردرومي،هغوي په حقیقت کې د خپلو جنایاتو د پټولو او د خپل راتلونکي ژوند د بقا لپاره د جګړې تداوم غواړي.»

دغه ډله سیاسیون اوس په دې تورنیږي،چې په داسې شرایطو کې چې جګړه خپل اوج ته رسیدلې او باید د مخنیوي لپاره سیاسي حل لار ولټول شي،دوي د سولې پرځای د جګړې په نوم له حکومته د امکاناتو د ترلاسه کولو په لټه کې دي .

سیاسي فعال خیرالله شینواری وايي:« دا خلک له حکومته د پیسو او امکاناتو د تر لاسه کولو په لټه کې دي اوغواړي،چې له دې  د ځان لپاره مالي امکانات برابر کړي او اوس چې جګړه خپل  اوج ته رسیدلي،بیا هم دغه خلک د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي او په جګړه کې خپله ګټه ګوري او سوله کې زیان.»

شنونکي وايي، یوه ډله سیاسیون لاهم د سولې لپاره کار کوي او د جګړې په برخه کې له دواړو لوریو سره موافق نه دي.

دغه ډله سیاسیون باید هڅه وکړي،چې د جګړې دواړو اړخونو ته قناعت ورکړي، ترڅو د تاوتریخوالي پرځای سوله ییز حل لار غوره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی  حکمت الله حکمت وايي:«هیله دا ده،چې هغه سیاسیون او پر ولس مین اشخاص او سیاسي ډلې،چې د جګړې ضد دي لاس سره ورکړي او د جګړې دواړه لوریو ته قناعت ورکړي،چې جنګ د حل لار نه ده.»

خو ځینې بیا له هغو سیاسیونو ملاتړ کوي،چې د جګړې لپاره یې وسلې راخیستې او خلک ورته هڅوي.

سیاسي فعاله زرمینه کاکړ وايي: «هغه سیاسي رهبران چې په اوسنیو سختو شرایطو کې د خپلو خلکو ترڅنګ ودرېدل او ولسي پاڅونونه یې رامنځ ته کړل او د مخالیفینو پر وړاندې یې جګړه کوي، باید ترې حمایت وشي او ترهغې چې طالبانو سوله نه وي کړي، باید پر وړاندې یې جګړه وشي.»

له هغې وروسته چې طالبانو له لوري ګڼ شمیر ولسوالۍ سقوط شوې، مارشال دوستم ، عطامحمد نور، تورن اسماعیل خان ، محمد محقق ، کریم خلیلي او د جمیعت اسلامي او حزب وحدت ګوندونو یوشمیر پخوانیو قوماندانانو له جمهوریته د دفاع په نوم وسلې پورته کړي او د جګړې اعلان یې کړی دی،چې څارونکي د دوي دغه اقدام ملیشه  جوړونه ګڼي او  د هېواد ملي ګټو او د سولې پروسې په زیان یې ګڼي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist