شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو د ولسي پاڅونکونکو په ملتیا نن سهار د دره صوف پایین ولسوالۍ د بیا نیولو عملیات پیل کړي دي.
د خبرپاڼې په حواله، د عملیاتو د پیل شېبو کې یو شمېر سیمې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دره صوف پایین ولسوالۍ درې اونۍ وړاندې د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.