فواد چودري پر خپل ټویټر کې لیکلي، نرندرا مودي، حمدالله محب یا امرالله صالح، چې د پاکستان دښمنانان دي د نوازشریف نږدې ملګري دي.
چودري ویلي، بهر ته د نوازشریف استول خطرناک و، ځکه دغه ډول خلک په نړیوالو دسیسو کې همکاري کوي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له هندوستان سره پر نږدې او استخباراتي اړیکو تورن کړی.
د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند هم د چودري دغه ټویټ له نورو سره شریک کړی دی.
تېره ورځ په لندن کې حمدالله محب د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف سره لېدلي و.
نواز شریف اوسمهال له پاکستانه په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.