امریکا او اروپایي ټولنې په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، افغانستان کې د هغه حکومت ملاتړ نه کوي چې په زور واک ته رسیدلی وي.
وروسته له هغې چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت پلاوي په قطر کې له طالب پلاوي سره دوه ورځنۍ خبرې ترسره کړې، امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې او ناټو یې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دا ډول راتلونکې ناستې دې پر اساسي موضوعاتو وشي.
یادو هېوادونو په ګډې اعلامیه کې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په تړاو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان کشاله پوځي حل نه لري.
په اعلامیه کې راغلي: «موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او موږ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته ژمن پاتې کېږو. موږ په افغانستان کې د هغه ډول حکومت ملاتړ نه کوو چې له پوځي لارې تحمیل شوی وي.»
دوی په خپله اعلامیه کې شپاړس موارد په یوه خوله تایید کړي او د سولې خبرو په پایله کې یې پر پنځو لویو مواردو ټینګار کړی دی.
دوی وایي، په افغانستان کې د راتلونکې حکومت څخه نړېوال ملاتړ یوازې په هغه صورت کې شونی دی چې راتلونکی حکومت «ټول شموله وي، د سیاسي رهبرانو د ټاکلو حق، د ښځو، ځوانانو او لږکیو په ګډون د ټولو بشري حقونه په کې خوندي وي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه شتون ولري او همدا راز ټولو بشري او نړېوالو قوانینو ته ژمنتیا» ولري.
یادو هېوادونو د افغانستان سولې پروسې د چټکتیا په موخه له درېیم ګړي هرکلی کړی او په ورته وخت کې یې له دواړ غاړو غوښتي چې مانا داره او د ښه نیت خبرې پیل کړي.
په اعلامیه کې که له یو خوا پر طالبانو نیوکه شوې چې تاوتریخوالی یې زیات کړی، خو له بلې خوا یې د سولې خبرو لپاره د دوحې له ټیم څخه هرکلی کړی دی.