افغان حکومت وايي، بریټانیا ته د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سفر ګټور او له لاسته راوړنو ډک وه.
حمدالله محب په دغه درې ورځیني سفر کې له خپل بریټانوي سیال استیفن کرلا، د مخکښانو مجلس له غړې بارونس فیونا، د بریټانیا لوی درستیز سرنک کارټر، د جنوبي اسیا په چارو کې د بریټانیا د دولت وزیر لارد طارق احمد او د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف سره جلا لیدنو کې د افغانستان پر روان وضعیت، تاوتریخوالي دوه اړخیزو اړیکو او نورو مهمو مسایلو په تړاو بحثونه کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، بریټانیا ته د مليامنیت شورا سلاکار حمدالله محب سفر او هلته د یاد هېواد له چارواکو او د پاکستان پخواني لومړي وزیر سره لیدنو ته تمې شته چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلې اړیکې به بیا ورغوي.
د سولې بهیر څارونکي دغه سفر ته هیله من دي، چې د سولې پروسې او د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو ښه والي کې به ګټور تمام شي.
د پوهنتون استاد ذاکر جلالي وايي:« زه فکر کوم، افغان حکومت د بریټانیا له فکټور نه په استفادې له پاکستانه خپلې مطالبې مطرح کړي، اوس چې حکومت د پاکستان پوځ سره ډېرې ترینګلې اړیکې لري، زما فکر دا دی چې د حمدالله محب او د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف د ملاقات ټکی به هم همدا واوسي. د پاکستان ملکي اداره تورنوي چې حکومت دې ګواکې د پوځ لخوا ټاکل شوی، نه دا چې د ټاکنو له مخې دې رامنځته شوی وي .»
که څه هم دغه سفر ګټور بلل کېږي، خو ټینګار پر دې دی چې افغان حکومت دې نړیوال په دې قانع کړي، چېخپلې ګټې دې په جمهوریت کې ولټوي.
د کندز ولایت پخوانی والي عمر ساپی وايي:« دا چې د افغانستاان لوبه ډېره پیچلې ده، موږ نه شو ویلی چې بریټانیا په کوم اړخ کې خپلې ګټې او ملي منافع ګوري، که ګټه یې د طالبانو قدرت ته رسیدلو کې وي، نو په هغه صورت کې زه فکر کوم چې د محب تلل به بریټانیا ته سمبولیکه بڼه وي او که چیرې د بریټانیا ګټې جمهوریت کې نغښتې وي، نو په هغه صورت کې زه فکر کوم چې دا به سبب شي چې انګلستان به په پاکستان فشار راوړي طالبان به د سولې مذاکراتو لپاره د میز سر ته وهڅوي .»
د ملي امنیت شورا سلاکار داسې مهال بریټانیا ته په سفر تللی، چې قطر کې د سولې بینالافغاني خبرې ولاړې دي، په کور دننه تربل هر وخت جګړې زور اخیستی او هغه هېواد چې پر وسله والو طالبانو تربل هر هېواد زیات نفوذ لري، کابل سره یې اړیکې ترینګلې شوي دي.
اخوا بل د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف سره لیدنه کې د محب هغو څرګندونو ته چې پاکستان کې یې له هر دیموکراتیکو او ولسواکه مبارزو ملاتړ اعلان کړی، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ورته توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي د پاکستان هر دښمن د شریف یو نږدی دوست دی.