یو شمېر کابل ښاریان او کاروباریان وايي، روانې جګړې او کورونا وبا یې ژوند ننګولی او نه شي کولی د کورنۍ اړتېاوې پوره کړي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« خلک په غوربت کې ژوند کوي. زه خپله ۴ زره افغانۍ د کور کرایه ورکوم، خو د ورځې ۵۰ افغانۍ عاید هم نه لرم. د کورنۍ ۱۱ غړو مسوولیت راپرغاړه دی.»
د کابل ښار یو بل تن اوسېدونکی بیا وایي:«کله چې غوربت زیات شي، نو خلکو لارو او کوڅو ته ووځي، غلاوې او نور غیر قانوني کارونه کوي.»
د جګړې پرمهال د طالبانو لاسته د ځینو سوداګریزو بندرونو لویدل بله هغه ستونزه ده،چې سوداګري یې کمه کړې او له امله یې بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي دي.
اخوا د سوداګرۍ خونه وایي، پانګوال او سوداګر پانګونې او کاربار ته زړه نه ښه کوي او زرګونه کارکوونکي یې هم اوس بېکاره شوي دي.
د سوداګرۍ خونې د نفتو رئیس حاجي ذبیح الله عمرخېل وايي: « د جګړو شدت، نا ارامي او سیاسي بې ثباتي د دې لامل شوي، چې هېواد کې پانګه اچونه ونه شي. نو کله چې هېواد کې پانګه اچونه ونه شي،بې له شکه چې د بې کارۍ ګراف به ورځ تر بلې لوړېږي.»
وروسته له هغې چې کندهار او هرات ولایتونو کې د سپن بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ او ابو نصر فراهي بندرونه د طالبانو لاسته ولوېدل،په ټول هېواد کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې لوړې شوې.
اندېښنې دا دي، که وضعیت په همدې شکل دوام وکړي، لوی ناورین به رامنځته شي.