Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: خلک ښاري فرهنګ نه مراعت کوي او د ښار بڼه یې بدرنګه کړې

admin by admin
2021/07/22

د کابل ښار کې د اختر پر دویمه ورځ هم ګڼ هغه واټونه له څارویو ډک ول او سړکونه یې چټل کړي، چې له امله یې  خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. 

د څارویو پلورونکي هم مني،چې بي نظمي یې رامنځته کړې، د واټونو شااوخوا او سړکونه یې  چټل کړي خو وايي، د هر پسه پر سر ترې ښاروالۍ پنځوس افغانۍ اخلي او د خرڅلاو اجازه یې ورکړې ده.

د څارویو  یو تن  پلورونکی:« له موږ ښاروالۍ د هر پسه پر سر ۵۰ افغانۍ اخلي. که پیسې ورکړو، د څارویو پلور ته مو پرېږدي او که پیسې ورنه کړو، نه مو پرېږدي.»

له دې وراخوا بیا هغوی چې د اختر پر لومړۍ ورځ یې قرباني کړې،کثافات او پاتې شونې یې واټونو ته اېستلي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

 د کابل ښاروالۍ کارکونکي د اختر له لومړي ورځې پرې بوخت دي، خو وايي ښاریان بې غوره دي او دا چاره د دوی له توان وتلې.

د کابل  ښاروالۍ یو تن  کارکونکی په دې اړه بیا داسې وايي:« له خپلو خلکو مو غوښتنه دا ده،چې کثافات په هغه  ځای کې واچوي، کوم ځای چې د ښارولۍ له لوري ځانګړی شوی دی. دا د کثافاتو اچولو ځای نه دی. زموږ خلک ۱۰۰ زره یا ۱۵۰ زره  غوا اخلي، خو کولمې او لری یې پر عمومي سړکونو اچوي.»

اخوا یو شمېر روغتیا پالان بیا وايي، د کورونا وبا درېیمې څپې سره د کثافاتو بوی خطرناکې ناروغۍ رامنځته کولای شي او  په خبره یې عامه پوهاوي ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې دوی وايي، دې حالت اندېښمن کړي او په خبره یې بدې پایلې به له ځانه سره ولري.

کابل کې ککړه هوا او ناسم چاپيریال تر جګړې ډير انسانان وژني، وروستي ارقام ښیې،چې هر  کال یوازې په کابل کې د ککړې هوا او ناسم چاپيریال له امله تر ۳۰۰ زره کسان پر بېلا بېلو تنفسي ناروغیو اخته کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist