ځایي چارواکي وایي، پېښه تېره ورځ ماذیګر ناوخته دسپین غر ولسوالۍ اړوند مامند درې سورقمر بازار سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سپین غر ولسوال محمد یاسین شمشاد ته ویلي، د هاوان ۲ مرمۍ د داعش ډلې له لوري توغول شوي، چې یوه یې بازار کې لګېدلې ده.
ولسوال وایي، پېښه کې ۵ ماشومان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
له پېښې یوه ورځ وروسته نن هلته خلکو پراخ لاریون کړی، چې د لاریون د ولسوالۍ ځایي مسؤلینو له لوري مهار شوی.
ولسوال ډاډ ورکړی، چې ژر به د پېښې قربانیانو ته حکومتي مرسته ور ورسول شي.
داعش ډلې تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.