Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مارک میلي: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو مخه نیولی شي

admin by admin
2021/07/22

د امریکا متحده ایالتو لوی درستیز د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، افغان امنیتي او دفاعي  ځواکونه پياوړي دي او د طالبانو مخه نیولی شي.

 په ورته وخت کې میل وايي، طالبان د نیمايي ولایتونو مرکزونو ته هم رسیدلي،خو  په خبره یې باوري دی،چې افغان امنیتي ځواکونو د کابل په ګډون له دغو مرکزونو هم ساتنه کولی شي.

میلي زیاته کړه:«افغان امنیتي ځواکونه اوس خپل سرتیري پیاوړي کوي. د دې پیاوړي کولو یوه برخه د ولسوالیو پرېښودل،چې دوی غواړي د ولایتونو مرکزونو کابل ته راشي، ترڅو د خلکو ساتنه وکړي ځکه ګڼ شمېر نفوس همدې سیمو کې اوسېږي. افغان امنيتي ځواکونه همدا اوس کابل او د ولایتونو په مرکزونو کې خپل ځواکونه منسجم کوي.»

میلي وایي، که څه هم په افغانستان کې لا هر څه ختم شوي نه دي او اټکل کوي،چې ښایي دلته د روان جنګي فصل په اوږدو کې هر ډول سناریو پېښه شي،چې په هغه کې به د طالبانو بشپړ پوځي برلاسي، سوله ییز حل او د جنګسالارانو بیا راپورته کېدل شامل وي.

 میلي زیاتوي:« له اختر وروسته به وګورو،چې د تاوتریخوالي کچه همداسې پاتې کېږي او که پورته ځي. د سوله ییز حل امکان هم شته، د طالبانو بشپړ پوځي برلاسي امکان هم شته، د سقوط او حتا د جنګسالارانو بیا راپورته کېدو سناریو هم امکان لري،خو موږ هر څه له نږدې څارو او لا هر څه پای ته نه دي رسیدلي.»

د مارک میلي ترڅنګ د امریکا دفاع وزیر لیوډ آسټن له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو بشپړ وتلو ته په اشارې وویل، له هغه وروسته به یې پوځي هڅې د طالبانو پر وړاندې نه بلکې د ترهګرۍ پر وړاندې وي.

آسټن وایي، د افغانستان وضیعت له نږدې څاري،ترڅو دغه هېواد بیا د ترهګرو پر  پټن ځای بدل نه شي او دوی ونه ګواښي.

لیوډ آسټن وايي:« زموږ راتلونکې پالیسي دا ده،چې د دې ډاډ ترلاسه کړو،چې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي ګواښ بیا له افغانستان څخه راپیدا نه شي او موږ ونه ګواښي. موږ هلته خپل امکانات د دې لپاره پریږدو،چې د وضیعت څارنه وکړو او که ګواښ پیدا شو،همالته یې پر وړاندې مبارزه وکړو.»

دواړو پوځي مشرانو له طالبانو وغوښتل،چې پر خپلو کړو ژمنو دې عمل وکړي او ترهګرو ډلو ته دې له افغانستانه د کارونې اجازه نه ورکوي،ځکه په وینا یې دا چاره دوی ته مشروعیت ورکولی شي.

د مالوماتو له مخې، له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرې وتل ۹۵ سلنه بشپړ شوي او  ټاکل شوې ده،چې د اګست میاشتې تر پایه به دغه بهیر بشپړ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist