Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

غني: د سولې اراده لرو،خو هېڅکله چاته نه تسلیم کېږو

admin by admin
2021/07/22

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر پر دویمه ورځ د کومانډو ځانګړو ځواکونو عملياتو له قول اردو لېدنه کړه او هلته یې مېشتو کومانډو ځواکونو ته د وینا پر مهال وویل، د عادلانه او پایداره سولې اراده لري، خو په خبره یې هېچکله به چاته تسلیم نه شي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني وايي د وسله والو طالبانو جګړه هېڅ دیني او ملي مشروعیت نه لري.

ولسمشر غني کومانډو ځواکونه وستایل او د دوی مبارزه یې د افغانستان، ازادۍ او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو وبلله.

هغه کمانډو ځواکونو ته د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ او دوی یې د هېواد زړور سرتیري وبلل.

ولسمشر غني زیاته کړه:« زما زړه مطمین دی، ځکه پر ځانګړو قطعاتو، کومانډو ګانو او پر زړورو  ځواکونو باندې مې باور لرم. تاسې دا وطن ساتئ.  زه پر تاسو ویاړم.»

هغه زیاته کړه،چې، طالبان له القاعده، جيش محمد او لشکر طيبه وسله‌ والو ډلو سره ژورې اړيکې لري او  غواړي افغانستان د تروريستانو پر پټنځای بدل کړي.

ولسمش غني وايي:« دوی د پاکستان له مدرسو امر اخلي. دوی غواړي، ۱۰ زره د لشکر طیبه او جیش محمد ډلې غړي راورد کړي، چې له دې لارې غواړي، بیا ټول افغانان تباه کړي. یو ځل مو ونه لېدل؟  اسامه بن لادن له افغانستانه سره څه درلود، د اسامه لپاره یې څه خرابي رانه وړه. فکر وکړئ! نن اسامه ضرب دې ۲۰ زره کړئ. دوی غواړي،چې افغانستان د تروریستانو زانګو شي. زموږ اراده دا ده،چې له منځه یې یوسو. نه یې پرېږدو، نه یې پرېږدو.»

ولسمشر وايي، د افغانستان دولت، ملت او ځانګړي قطعات به هیڅکله وسله والو ته اجازه ورنه کړي،چې کور یې د ترهګرو په ځاله بدل شي.

له دې سره ولسمشرغني وايي، د طالبانو جګړه دیني او ملي مشروعیت نه لري او له درېیو تر شپږو میاشتو ټول تمرکز یې د اوسني وضعیت په مدیریت دی او د ځانګړو پلانونو او برنامو پر اساس به لا زیات مثبت بدلون ومومي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist