Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افراسیاب خټک: افغانستان کې روانه جګړه د اسلام ضد کار دی

admin by admin
2021/07/22

د کوزې پښتونخوا سیاستوال افراسیاب خټک وايي،په افغانستان کې روانه جګړه،چې قرباني یې عام ولس دی، د اسلام او پښتونوالۍ خلاف کار  دی.

خټک وايي، دغه جګړه جهاد نه، بلکې د افغانستان د ویجاړولو لپاره یوه ستره دسیسه ده.

خټک زیاته کړه:« له امریکا سره مو روغه وکړه او اوس افغانانو سره جګړه کوئ. له پلونو او سړکونو سره جګړه کوئ، ښوونځیو سره جګړه کوئ، دا جګړه ناروا ده، نه اسلام نه پښتونوالۍ او نه هم انسانیت ورته اجازه ورکوي.»

بل خوا د ولسي جګرې غړی ګل رحمان همدرد وايي، په ټوله کې جګړه د هېوادونو په زیان ده او د افغانستان د جګړې قرباني یوازې  او  یوازې عام ولس او د ښکیل اړخونو د لومړۍ کرښې سرتیري دي او د جګړې د مشرانو بچیان بیا ترې خوندي دي.

همدرد زیاته کړه: « د دې جګړې اصلي قرباني عام افغان ولس دی. هغوي  چې د جګړې مشري کوي او یاهم دغه جګړه پلې کوي،هغوي خوندي دي او د مشرانو بچیانو ته په کې تاوان نه رسېږي،بلکې ولس دی چې تل یې د جګړې تاوان ګاللی دی.»

د ولسي جرګې غړي وايي، د تاریخ په اوږدو کې جګړه مارې ډلې د جګړې له لارې موخې ته نه دي رسیدلي، بلکې د ستونزې د حل یوازنۍ لار سیاسي تفاهم دی.

هغه وايي، اوس له دواړو اړخونو او په تیره بیا له طالبانو غوښتنه  کوي، چې د افغان ولس د ارامه ژوند لپاره د جګړې پرځای دخبرو اترو له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې غړی حاجي رسول وايي:« اوس د دې وخت رارسیدلی دی،چې په افغانستان کې روانه جګړه بنده شي او طالبان دې له حکومت سره سیاسي تفاهم وکړي،چې ستونزه اواره شي.»

د ولسي جرګې غړی ګل رحمان همدرد وايي:«  تاریخ ښودلې،چې د جګړې له لارې څوک واک ته نه دي رسیدلي او که رسیدلي هم دي، موده یې لنډه وه اوس په کار دا ده،چې د جګړې پرځای خپلې غوښتنې د خبرو اترو پرمیز مطرح کړي.»

شااوخوا پنځه لسیزې کېږي،چې په افغانستان کې د اقتدار د ترلاسه کولو لپاره جګړې روانې دي،خو یو لوری هم له دغې لارې واک ته نه دی رسیدلی او که واک یې ترلاسه کړی هم دی، نو دوام یې نه دی کړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist