افغانستان کې د اسټرالیا د ماموریت د پایته رسېدو لا میاشت پوره نه ده، خو دغه هېواد وایي، چې افغانستان ته پر بېرته تګ غور کوي.
له افغانستانه په بېړه د اسټرالیایي ځواکونو وتلو د نړیوالو شریکانو په منځ کې د دغه هېواد باور ته زیان اړولی او دغه راز یې د اطلاعاتو راټولو ته یو څه لاس لنډ شوی دی.
د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن ویلي، کله چې یې ډاډ تر لاسه کړ، چې افغانستان ته له کومې امنیتي پېښې پرته بېرته ستنېدای شي نو دوی به ډېر ژر دغه هېواد ته لاړ شي.
هغه ویلي، په دې اړه یې د نړۍ له ډېریو رهبرانو سره په جې-۷ غونډه کې خبرې اترې کړې دي.
په ورته وخت کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ماریس پین هم ویلي، چې په افغانستان کې د اسټرالیا نشتون لنډمهالی و او د بېرته ستنېدو په صورت کې به هیڅ ډول مالومات ډاګېزه نه کړي.
ویل کېږي چې اسټرالیا غواړي یوازې خپل ډيپلوماټیک حضور بېرته فعال کړي.