دغه خبرې له یوې اوونۍ راهیسې د علماوو او سوداګرو په منځګړیتوب روانې وې، چې پر مهال یې ۱۳ ماده ییز تړون جوړ شوی او دواړو لورو پکې خپل شرطونه وړاندي کړي وو.
د سرچینې په وینا، په دغه توافقنامه کې لاندې مادې شاملې وې.
د ۸ ورځو په جریان کې به هېڅ لوری د نورو سیمو د نیولو لپاره جګړه نه کوي او هېڅ لوری به له وسلې او وسلې پرته د یو بل سیمو ته نه داخلېږي.
دغه راز د اوربند په ورځو کې به د نورو تفاهمونو لپاره د دواړو لورو د والیانو او نظامیانو مخامخ ناستې جوړېږي او د جګړې حدود او سرغړونکي به په نښه کېږي.
توافقنامه کې دا هم راغلي وو، چې په تلاشیو کې به محدویتونه راځي، په ځانګړي ډول تیلیفونونه به نه پلټل کیږي، پر موټر سایکل ګرځېدل او شپې بندیز به هم ایسته کېږي.
په دغه توافقنامه کې ویل شوي وو، چې له جګړو بېځایه شویو او بېرته ستنېدونکو ته به هېڅ لوری مزاحمت نه کوي.
سرچینه ووايي، ټاکل شوې وه دغه توافقنامه لاسلیک او تر لاسلیک وروسته یوه کاپي د حکومت والي، یوه د طالبانو والي او یوه هم منځګړو ته ورکول شي.
سرچینه وايي، د کندهار لپاره طالبانو والي حاجي یوسف وفا پر دې توافق هوکړه کړې وه، خو د حکومت والي روح الله خانزاده تېره شپه بېرته پر شاه شوی.