Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاریان: څاروي پرته له روغتیايي معاینې بازارونو کې  پلورل کېږي

admin by admin
2021/07/19

په کابل کې  د اختر لپاره خلک د څارویو اخېستلو لپاره منډویانو ته وتلي دي، خو د حیواني ناروغیو په اړه اندېښمن دي.

د څارویو اخېستلو لپاره راغلي یو شمېر کسان داسې دي، چې حکومت پر بې کیفایتې تورنوي، چې ګنې څاروي خرڅلاو ته وړاندې شوي،خو معاینات یې نه دي شوي.

د کابل ښار یو تن  اوسېدونکی: « مربوطه وزارت ته په کار ده، چې مخکې له دې چې څاوري بازار او خرڅلاو ځایونو کې راوړل شي، چک اپ وکړي، ترڅو د حیواناتو له ساري ناروغیو مخنیوی وشي.»

بل پلو د  څارویو یو شمېر مالکان وایي، پرته له معاینې څخه خپل سري درمل څارویو ته ورکوي.

د کانګو ناروغي هم حیواناتو کې هغه سارې ناروغې ده،چې د انسانانو لپاره مرګوني ده.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ دوا ورکو او کوم مالونه چې لرو، لېرې پرتو سېمو کې دي. دوا ته لاسرسی نه لري او ښايي کانګو هم ولري.»

خلکو ته د عامې روغتیا وزارت لارښوونې دا دي،چې د قربانۍ پر مهال دې ماسک او دست کشې وکاروي، څو د حیواناتو له ساري ناروغیو  په امان پاتې شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وايي:« کانګو وژونکې ناروغي ده او زه له ټولو وروڼو او خویندو غوښتنه کوم،ترڅو د قربانۍ حلالو په وخت کې له ماسک او دستکشو کار واخلي، ترڅو د کانګو مخنیوې وشي.»

که څه هم کانګو ناروغي اوس راکمه شوې،خو د روغتیا وزارت اندېښنه دا ده، که خلک د لوی اختر په قربانیو کې لازمې روغتیايي لارښوونې په پام کې ونه نیسي، ښايي دا ناروغي بیا زیاته شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist