ې ښار په مینا کې د سږ کال حج فریضې ګډونوالو شمېر له ۲ میلیونو څخه ۶۰ کسانو ته راټیټ شوی او د حج دغه مراسم پرون پیل شول.
سږ کال د کورونا وبا له امله شمېر محدود او یوازې هغو کسانو ته د یادې فریضې ادا کولو اجازه ورکړل شوې، چې ۲ ډوزه د کورونا واکسین یې بشپړ کړی وي.
په یادو ۶۰ زرو کسانو کې د نړۍ ټولو هېوادونو ته ځانګړې ونډه ورکړل شوې ده.
د کورونا وبا له امله سږ کال د حج فریضې لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي او د یادې وبا ټول محدودیتونه پکې مراعت شوي دي.











