د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، د هغو ټولو سوداګریزونو بندرونو نیولو لپاره پلان چمتو شوی، چې په وروستیو جګړو کې د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلي دي.
احمدزی وايي، د بندرونو له نېول کېدو وروسته به امنیتي کمربندونه هم ایجاد کړي.
احمدزي زیاته کړه: « د بندرونو د امنیت تامین، د ولایتونو مرکزونو د امنیت تامین، هلته د کمربندونو د رامنځته کېدو او همدا راز د لویو لارو د امنیت تامین، دا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مهمو برنامو څخه دي، چې موږ یې اوس د عملي کېدو په حال کې یو.زموږ قوي کمربندونه د ولایتونو د مرکزونو د دفاع په موخه او د لویو لارو د امنیت تامین په موخه هم رامنځته شوي دي.»
ملي دفاع وزارت د سوداګریزو بندرونو د نیولو سربیره د لاسه وتلو ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره هم عملیات پيل کوي،خو په وینا عملیات به په دقت او محتاطانه ډول ترسره کېږي،ترڅو عامه تاسیسات او خلکو ته زیان ونه رسېږي.
احمدزی وايي:« په هغو سیمو کې اوس دښمن شتون لري او هغه سېمې چې د دوی په واک کې دي. د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات هلته په ډېر محتاطانه ډول عملي کېږي. دلیل یې دا دی، چې موږ نه غواړو، چې عامه تاسیساتو او همداراز عامو وګړو ته تلفات واوړي.»
بل خوا د ولسي جرګړې غړي وايي، ترهغې چې د امنیتي او دفاعي ارګانونوترمنځ همغږي زیاته نه شي، د سیمو بېرته نیول به اسانه نه وي.
د ولسي جرګړې غړی سیدحسن پکتیاوال وايي:« د جګړې ناسم مدیریت او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ نه همغږي، د دې لامل شوي،چې موږ نن د یو شمېر ولسوالیو د سقوط شاهدان یو. زه هېله من یم،چې افغان دولت هرڅومره ژر چې کېږي، لاس په کار شي، ترڅو ستونزې مو له نن لا ډېرې نه شي. دغه راز د افغانستان د خلکو په استازیتوب له افغان حکومت او طالبانو دواړو غواړم، چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.»
طالبان ادعا کوي، چې ۱۹۳ ولسوالۍ یې لاسته لوېدلې، د کندهار سپین بولدک، د هرات اسلام کلا او تورغونډۍ سربیره یې شیرخان او حیرتان بندرونه هم نیولي دي.