د افغانستان عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وايي، د کورونا وبا له څلورمې څپې سره د مبارزې لپاره پر تیاري بوخت دي.
مجروح پر خلکو غږ وکړ،چې د اختر په ورځو کې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او هڅې دې وکړي،چې د کورونا وبا د پراختیا مخه ونیسي.
هغه همدا راز زیاته کړه، د قربانۍ پر مهال دې هم روغتیايي تدابیر مراعات کړل شي او له حیواناتو د ساري ناروغیو د پراختیا مخه دې هم ونیول شي.
د مجروح په خبره، چې په ډېرو ولایتونو کې د کورونا وبا مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي، خو بیا هم تدابیر اړین دي او خلک یې باید مراعات کړي.
دا په داسې حال کې ده،چې سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ ده او پلازمېنه کابل کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.
که څه هم د کورونا وبا پېښې اوس مخ په کمېدو دي،خو عامې روغتیا وزات اټکل کوي که خلک روغتیایي پاملرنې له پامه وغورځوي،دا ناروغي به بیا زیاته شي.