د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي،اضافي سرتیري یې ځای پر ځای کړي او خلک کولای شي په ډاډه زړه د اختر مراسم ونمانځي.
کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد روشن وايي: «کورنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو د امنیت ټینګښت په برخه کې د اختر په شپو او ورځو کې خپل لازم چمتوالی نیولی دی. په ټولو لویو ښارونو او سیل ځایونو کې امنیتي منسوبین پر ځای دی. موږ خپلو ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکو، چې د اختر شپې او ورځې به په ارامه فضاء کې ترسره شي.»
د طالبانو له لوري هم تر اوسه پورې شین څراغ نه دی ورکړل شوی، نه یې د جګړې ویلي او نه یې هم لکه د تېر کوچني اختر د نا اعلان شوی اوربند په اړه.
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا قطر کې طالبانو سره د دولت وروستۍ ناسته بې ګټې بولي او وايي، د اوږد مهاله او لنډ مهاله اوربند په اړه هېڅ ترې لاسته رانغلل.
د سیاسي چارو شنونکی ثناء لله مخلص وايي:« په ټوله کې قطر ته د افغانستان حکومت او طالبانو پلاوي ته د ناستو هیله مندي وه،چې دایمي اوربند به رامنځته شي، دایمي که نه وي د اختر اوربند خو به وشي او د افغانستان د جنګ او دغه وحشت د تشدد لپاره به یو حل لار رامنځته شي، خو بدبختانه د دوی ناستې بې نتیجې پای ته ورسیدې، نه یوازې پر دایمي اوربند موافقه ونه شوه، بلکې پر لنډمهاله اوربند باندې هم مواقفه ونه شوه.»
تمې دا وې،چې دوحه کې د دولت او طالبانو د استازو ترمنځ دوه ورځنۍ ناستې یوه موضوع به اوربند وي،خو دغه ناسته د تمې خلاف پای ته ورسېده.