Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دیني عالمان: طالبان او حکومت  د عامو خلکو پر وژنې امتیازات ترلاسه کوي

admin by admin
2021/07/19

په کابل کې د ۳۴ ولایتونو لسګونه دیني عالمان راټول شوي او روانه جګړه یې یوازې  افغان وژنه او وحشت وباله.

دوی د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې دا بې مانا جګړه پای ته ورسوي او ژرتر ژره دې تلپاتې اوربند وکړي.

علماوو وویل، طالبان او حکومت د عامو خلکو پر وژنې او بې کورۍ امتیاز ترلاسه کوي او که اوربند ونه کړي د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.

 دیني عالم عبدالقادر وايي:« اوسنۍ جګړه شرعي جواز نه لري او دا جګړه افغان وژنه ده. دا جګړه د افغانانو تر منځ نه، موږ تل غږ پورته کړی دی، خو چا زموږ غږ نه دی اوریدلی، لکه څنګه چې جګړه بهرنیو رهبري کوله د سولې خبرې هم د خپلو ګټو لپاره بهرني رهبري کوي.»

دیني علماوو نیوکې وکړې چې حکومت او طالبان د سولې لپاره ښه نیت نه لري او یوازې خلک په اعلامیو تېرباسي.

دوی وايي، هغه دیني عالم چې د حق ویلو غږ پورته کوي، په مرموز ډول وژل کېږي او نور دې د افغان وژنې لړۍ بنده شي.

دیني عالم جمال الدین فایق وايي:« څه دلیل لرئ راځئ! له جګړې لاس واخلئ، سوله وکړئ. زموږ عزت او پت په سوله کې دی او د ملت حیات یوې تلپاتې سوله کې دی.»

دیني علما وايي، هغه شرطونه چې د سولې خنډ ګرځیدلي دي باید لري شي او د دوحې د خبرو لګښت دې پر  کور دننه په پراختیايي کارونو ولګول شي.

علماوو پر طالبانو غږ وکړ، چې نه جمهوریت او نه امارت ورته مقدس دی او د پاکستان له ديني علماوو یې وغوښتل،چې په افغانستان کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.

د علماوو شورا مشر حبیب الله حسام وايي:« دواړه انعطاف وکړئ، نه جمهورت مقدس دی او نه امارت. یوازینۍ د وتو د لاره هغه لاره ده،چې قران موږ ته ښودلې.»

دیني علماوو له سیاسي ګوندونو هم  وغوښتل، چې د بې ګناه افغان وژنې مخنیوي لپاره دې له شخصي  ګټو تېر شي او د سولې په پروسه کې دې چټک ګامونه پورته کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist